زموږ د وختونو نوروز او پسرلی
پوهاند محمد بشیر دودیال – لیکوال او د پوهنتون استاد
زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به یوڅو ورځې پاتې وې، چې د اسمان لمن کې به توتکۍ راښکاره شوې. دوه ورځې به لمر و، دوه ورځې وریځ او باران. هوا به نه یخه وه نه توده، ورځې به نه لویې وې نه ډېرې لنډې… هرڅه کې به تعادل او د خوښۍ احساس و. خلک هم ټول یو بل سره وروڼه وو. کرکه، تعصب او بدبیني نه وه. په کلیو کې به بزګرانو یومونه پر اوږه کړل، کروندو ته به وتل، پېغلې به سبو کولو او هوا خورۍ ته شنو پټیو او نوي شنه شوي چمن ته تللې. په ښار کې به د ښوونځيو د پیل ورځې وې، نوې کتابچه، نوې بکس او قلمونه به راته تر ټولو قیمتي او ښایسته سوغات و. جمال مېنه کې به د سخي د زیارت خواته د لوبو سامانونه، زانګوګانې، ګیډۍ ګیډۍ د غاټول ګلان او ایشولې هګۍ پریمانه وې. لویانو به یو بل ته د نوي کال مبارکي ورکوله او موږ ماشومانو به په پسته – نمجنه ځمکه او ښکلې هوا کې ښکته- پورته ځغاستل.
اوس چې را یادوم؛ دا د یوې امنې نړۍ، د پاک طبیعت، یوبل ته د درناوي، عزت او متقابلو مرستو د وختونو خاطرات او له حسرت ډکه نوستالیژي ده. هغه ښکلی وخت چې څومره یې بیان کړم، اوسني ځوانان یې نشي درک کولای دا ځکه چې اوس زړونه له خیرو او کرکې ډک دي، کلي دوکه مارو، ښار فیسبوکی درواغجنو اومتعصبو او بازار وږیو محتسبانو نیولی. دوی یو هم د ښایسته وختونو او د مینې، اخوت، احساس، درناوي او برکتونو په مانا، لغاتو، کیفیت، خاطراتو او نوستالیژۍ نه پوهیږي او نه باور ورباندې لري.
هغه مهال چې موږ یو خپلواک او ودان هیواد، خوشحاله ښارونه، سمسور کلي او له شور- زوږ ډک ګودرونه، بانشاطه خلک او برکتي خټین لوی لوی کندوان لرل، ویالې مو له رڼو اوبو ډکې وې، چې په لپه به مو څښلې، د وطن آسمان شین او پاک و، زړونه بې کینې وو.
د نوي کال په پیل سره به میوه لرونکو ونو غوټۍ وکړې او بیا به ټول کال د باغونو دننه هر چا ته د ونو د میوو د خوړلو اجازه وه، په باغ کې به په چا غږ کول لوی عیب و، مازیګري به طالبانو په وظیفه کې د غوړو پیرکیو د ایښودو ځای نه درلود، هغه وخت چې ښاري بسونو مو یوازې یوه روپۍ کرایه اخیسته او مکتبۍ او مکتبیان به په هوس ښوونځیو ته تلل، ویره نه وه، د ښوونځیو کانتین مو له هر ډول میوو ډک و، د تفریح لس دقیقې د یوې شانزده پولۍ په خوراک تیریدې، ښه سوغات کتاب، کتابچه او قلم و، هندوان او سیکان مو د ښار او کلیو ګلان وو، د شاببو جان د کوڅې یواځینی یهود به موږ ته او موږ به هغه ته سلام اچاو، پرته له سلام یې یو ټکی خبره موږ نه وه اوریدلې، پک سر به سهار په سستو ګامونو په کوم لوري روان شو، مازیګر به بېرته ګړندی کورته را روان وو. د پل خشتي د دیوال اړخ ته فقط تسبیح، عطر، خرما، جاینماز، قران مجید او سیپارې هدیه کیدې او د نقاش د جومات ترڅنګ به درمسال او ورسره (هندو مکتب) ته کوچني کوچني هیندوان او هیندوې ور روانې وې، په سرونو به یې وېښتان منجوله کړي او په یو کوچني ټوکر تړلي و، لکه یو غټ پیاز یی چې په سر ایښی وي. له بُتخاک، شینې او بګرامي به کوچي ماما پنیر راوړ، جاده کې به نوروز علي او قربانعلي ورته ولاړ وو، په غیږ به یې روغبړ ورسره وکړ، پوڅه او خېدک به یې ورڅخه رانیول، په تبنګ به یې کېښودل کوچي ماما ته به یې نغدې ور وشمېرلې…
مازیګر به د پُلخشتي د جومات آذان د آسمایي او شیردروازې تر غرونو انګازې کولې او دا وخت به د ماشین خانې، جنګلک، افغان ترکاڼي او شاکر چیني سازي کارګران رخصت شول. د ښار له بلې خوا به د مکروریانو د بلاکونو او د هوایي بلاکونو د جوړولو کارګر او د خانه سازۍ اینجنیران رخصت شول. جوماتونو کې به مو له پرتم ډکه روحاني فضا حاکمه وه. د خلکو څېرو کې د ایمان نور برېښنا کوله، تواضع، تقوا او خلاص د اخلاقو معیار و. برکتونه وو، وروري وه، تازه ګي وه، توتکۍ وې او د غاټول ګلونه…
یو همزولي به د نوروز په سبا د ښوونځي په لومړۍ ورځ دا ترانه ویله:
توتکۍ توتکۍ بهار شو
وخت د ګل انار شو
نجونې ناوکۍ کوي
هلکان مګوبډۍ کوي…
بلې همزولې به مو دا ترانه ویله:
مژده که آمد بهار سبزه و گل بیشمار
آب فراوان به باغ گشته روان هرکنار
غچی و پروانه شد زنده به بوی بهار
بلبل آبی کند غلغله در جویبار
کرده شگوفه به باغ درخت سیب و انار
بر لب آب روان سایۀ بید و چنار
کوکو زنان فاخته نشسته بر شاخسار
به شاخ سرو بلند ناله کند زار زار
زخانه مور و ملخ گشته روان سوی کار
توهم بدو پشت کار ای پسر هوشیار
یو دوران و، لاړ تېر شو. اوس نه هغه نوروز شته، نه هغه مینه او نه هغه برکت، نه هغه درمسال او نه پسر هوشیار. کوچی ماما شهید شوی، اوښان یې په بمونو والوتل، رمه یې لوټ شوه. قربانعلي د ایران مسافر دی، نوروزعلي افشارو کې په ګولۍ ولګېد، نجونې بندیوانې شوې، کروندو او چمنونو ته نشي وتلاې، ګودر ړنګ شو، د بزګرانو کروندې له ماینونو ډکې شوې، د سخي زیارت زولانه شو…
آ چې سندره یې کړې وه: دا د مستو پسرلی دی، هرګلاب یې شرابي شو… هغه بوډا شو، اوس مسافر دی، لکه لیونی په اپلتو سر دی.
آ چې سندره یې کړې وه: اگر بهار بیاید ترانه ها خواهم خواند… په ابدي خوب بیده دی، زما ملا کړوپه او په لاره چې ځم د امسا کړپهار مې مرغان او ماشومان ویروي.