اشرف خان هجري او بهار
لیکوال: اسدالله بلهار – لیکوال او ژورنالیست
د بهار په ګلو سیل مسته شها کا
نوی داغ به د مین په ځیګر بیا کا
مرغلري یې په لعلو کې مخزون دي
شهریار به هسي ګنج کله پیدا کا
د شبنم غوټۍ په ګل دي آویزاندې
که یې دُر به بناګوشو کې بریښنا کا
باد یې بوۍ د زلفو تیر کا په ریاض کې
د چمن دلبرې خوله په دعا وا کا
« اشرف خان هجري»
د پسرلي تازه هوا او ورسره ورسره نوې وږمې په چلیدو دي، د غرونو ډډې او لوړې څوکې، کمرونو او پرښې او د پراخو دښتو ارتې لمنې په شنو مرغو، رنګینو ګلونو او ګلغوټیو پوښلې او ښایسته شوې، ورشوګانې شنې او د غرونو له خوړونو د پاکو او رڼو اوبو څپې مخ په کښته را روانې دي. په داسې شیبو کې نه یوازې شاعر بلکې بل هر د احساس خاوند د پسرلي د ښکلاوو په ستاینه کې قلم په ګوتو کې نیسي او د زړه له تله هغه احساسات، ولولې او پیغامونه را اوروي چې کیدای شي په نورو وختونو او شیبو کې یې ور باندې خوله نه وي پرانیستي. کله چې د پښتو ادب په اړه، د بهار، نوي کال، ګل او بلبل، سهارنۍ معطرو وږمو په اړه د کتابونو پاڼې اړوو را اړوو نو موږ ته به هیڅ داسې شعري دیوان په لاس را نه شي چې شاعر یې په دې تړاو غځونې نه وي کړي.
د پښتو ژبې هغه شاعر چې د ځنځیرونو د شاعر په نوم یې هم شناخت کیږي او کلونه کلونه یې لکه په غزنوي پیر کې د محبوس شاعر سعد سلمان په څیر په بندخونه کې تیر کړل، اشرف خان هجري دی. د پښتو ژبې د لوی شاعر خوشحال خان خټک زوی، اشرف خان هجري د بندخونې په موده کې خورا سوزناکه، دردمن، ویرجن او له فراق سره مل شعرونه وویل، خو هغه په خپلو سویو کوکو کې زموږ مخې ته د بهار د رنګینو شیبو ډول ډول تصویرونه هم د لیدو له پاره ایښي.
هجري کله له بهاره شکوې او شکایتونه کوي، کله یې بیا په ستاینه نه مړیږي. که په دقت سره د هجري اشعارو ته وکتل شي، د ده په ډیرو شعرونو کې د بهار ذکر لیدل کیږي. دی که بندي هم دی خو د بهار ښکلاوې د بیچاپور د کلا د ننه هم محسوسوي ځکه په وار- وار د بهار یادونه کوي. لکه په لاندې شعر کې چې د بهار په رنګینو شیبو کې د خپل صنم په ستاینه خوله پرانیزي او وايي:
ډیر مې ولیده ملوکې د ګلزار زیب
ولي نه لري هرګز ستا د رخسار زیب
ما چې حسن ستا د مخ د سترګو ولید
نور به نهګورم هرګز د ګلبهار زیب
دا زینت چې ستا غنچه کا د لعلونو
لاله نه کا هسې شان په لاله زار زیب
په پورتني شعر کې خپلې محبوبې ته دا خبره اظهاروي چې د ګلزار زیب، ښکلاوې ډیرې دي خو هغه ښکلا او زیبايي چې ستا په رخسار کې نغښتې او شته، هغه د بهار سره نشته، په دې توګه دی د بهار ښکلاوې د خپلې محبوبا، صنم او ملوکې د مخ تر ښکلا کمې او نیمګړې بولي، چې دا په خپله یو ډول شکوه ګڼلای شو. دی آن دا خبره هم کوي چې نور به د ګلبهار ښایست او ښکلا ته نه ګورم.
یا دا:
ما د هغه مخ ښایست چې لید په سترګو
یاد مه شه په ژبه ژیړ ګلونه د بهار نور
ښه بهار یې جوړ دی ځکه تل هسې دعا کړم
د دهر خزان مه وای د دې حسن په بهار نور
په دې بیتونو کې هم هجري، له دې سره سره چې د ځوانۍ د موسم د پسرلي ورځ، شیبه او هره لحظه یې تر ګلونو هم ښه ګڼي، پکې د خوښۍ او خوشحالۍ احساس کوي خو په ورته وخت کې یې بیا له دې امله چې دا ورځ ژر تیریدونکې ده په بې وفايي تورنوي او وايي چې که دا شیبې تر ګلونو ښې هم وي، خو وفا یې نه لرله.
د شباب د بهار ورځ تر ګلو ښه وه
ولي نه وه چندان هسې با وفا ورځ
که پورتنیو بیتونو ته په دقت وګورو، هجري په حقیقت کې موږ ته یو بل پیغام هم د استعارې په ډول وړاندې کوي، هغه دا چې عمر خوږ، له ښایستونو مالامال دی خو بیا هم لنډ دی، نو په دې لنډ عمر کې باید هغه څه را خپل کړو چې په خپلولو ارزي، په درلودلو سره یې انسان ته ویاړونه ور په برخه کیږي، هغه حسنه صفتونه دي، لکه وفا. هجري وايي هغوی چې با وفا نه وي که هرڅومره نور ښه صفتونه ولري په دې نه ارزي چې ورته ډیر ټیټ او پاس شو. هجري په خپلو شعرونو کې د بیلابیلو موضوعاتو او سکالوګانو له پاره د کنایې په ډول د بهار نوم یادوي. بهار د بدلون فصل بولي او په دې فصل کې چې کله په ریاض کې د ګلزار څرک ولیدل شي نو بیا یې نور حال په خپل شعر کې داسې راته بیانوي.
هغه دم چې په ریاض ګلزار موجود شي
هرنفس یې په بهار کاندې چیغار واف
شاید نور به د ریاض مینه تر شا کا
که زما د بیاض وویني ګلزار واف
چې یې نه دي دا زیبا اشعار لیدلي
ځکه خوښ شه د ګلونو په بهار واف
موږ په ورته وخت کې د هجري په شعر کې د ده د بیاض له ګلزار سره هم مخ کیږو. کله چې په باغ کې ګلزار موجود وي، ګلونه، څانګې، ګلغوټۍ او تاندې لښتې وي، په داسې شیبو کې په ناڅاپې ډول هره ساه بلبلان په چیغیدو شي. مستي او خوښي کوي. خو هجري وايي که زما د بیاض ګلزار وویني نو بیا به د باغ مینه له هغې ټولې ښکلا سره تر شا پریږدي. همدا ډول هجري بلبل له دې کبله ملامت نه ګڼي چې په وینا یې د ګلونو په تماشا ځکه خوښ دی چې د ده د بیاض دا ښکلي شعرونه یې نه دي لیدلي.
یا دا:
د یار مخ دایم بهار لري د ګلو
په یوه ګل مې دي نامي کا په الطاف
نیسان مخ د ځمکې واړه رنګینه کړو
یاران تل درومي د ګلو په طواف
بل ځای کې هم هجري د خپل صنم د مخ نندارې ته تم دی. خو دلته وینو چې د هجري د خپل یار یادونه په داسې انداز کې کوي، چې مخ یې تل د بهار د ګلونو په څیر ښکلی او ښایسته دی. خو په ورته وخت کې بیا هم د یوې الطافي ډالۍ غوښتنه کوي. هجري د نیسان د احسان یادونه هم کوي اودا چې ځمکه یې رنګینه کړې، ګلونه غوړیدلي، فضا عطرینه او ښایسته ده او یاران هم د ګلانو په طواف کې ويني.
همدا ډول بل ځای د یار د مخ مشاهده کوي او وايي:
ما چې ستا د مخ بهار مشاهده کړو
هغه دم مې زړه رخصت کړ د بهار عشق
هجري د خپل یار د مخ مشاهدې ته دومره خوشحاله او لیواله دی چې په لیدو یې هماغه دم د بهار مینه او عشق له زړه ایستلی او ورته یې رخصت ورکړی. دی په یوه بل شعر کې بیا هم په داسې ډول د بهار یادونه کوي.
یا دا:
د ځواني بهار چې ولیښ له بدنه
د پیرۍ په خزان تور ویښته زرین شول
ځواني او همدا پړاو نه یوازې د هجري لپاره د بهار په څیر اهمیت لري، بلکې د ځوانۍ دوران د هر ژوندي ساري له پاره همداسې دی. دلته وینو چې هجري بیا د زړښت دور د خزان سره پرتله کوي. رښتیا هم خزان زړښت دی. که نوې پدیدې هم په کې را څرګندیږي خو ورو- ورو د پای او اخر په لوري یون په کې ترسره کیږي. خو له دې سره سره موږ ته یوه نوې استعاره هم بیانوي، هغه دا چې ( تور وېښته) د تیارې، بې تجربګۍ، او ناپوخوالي سمبول په توګه را پیژني. او دا چې بیا زرین یا ( سپین) شي نو معنی دا چې دا پړاو د پخیدو، هوښیارۍ او تجربې پړاو دی. هجري په هر حال کې موږ ته د بهار په یادولو سره نوي نوي پیغامونه را رسوي.
لکه دا:
د بهار په موسم ږده په اوربل ګل تل
هرګز نه وي زیب د ګل په اوربل تل
په اوربل په زلفو هاله ته نازیږه
که پوهیږې چې به وي په دنیا جل تل
دا بهار قایم په هیچا دایم نه وي
په فلیلو یې لره دواړه کاکل تل
لوی دولت ګڼه باده په خیز د ګلو
موجود کله په دنیا وي ګل و مل تل
د بهار په موسم کې په اوربل باندې د ګلونو کتارول بیله ښکلا لري. خو دا زیبايي هر وخت هم نه وي. دی وايي دا بهار تل پاتی نه وي نو په دې شیبو کې لوی دولت باده او د ګل و مل دنیا وي. د هجري په شعرونو کې له ورایه د بندي خانې، ښادۍ سره د غم، هجران او بیلتون څخه هم شکوه څرګندیږي.
لکه دا:
نه په باغ کې وي موجونه د ګلزار تل
نه د راغ په مخ باقي وي ګل بهار تل
له ښادي سره غم هسې جوړه ګرځي
لکه ګل سره چې مل وي تیره خار تل
هجري ډیر وخت دا یادونه کوي چې په دې دوړنه نړۍ هرڅه تل پاتي نه دي، پای لري او د مخاطب پام دې ته اړوي چې د بهار او خزان په کړو باور نه دی په کار. دی وايي نه په باغ او نه هم په راغ کې موجونه او بهارونه تل نه وي، دا لکه غم او ښادي چې په تیر کې یې هم یادونه وشوه سره مل او پل په پل او جوړه روان دي. یا لکه له ګل سره چې تیره اغزي مله وي.
بل ځای بیا د خزان نه شکایت کوي او د نیسان ستاینه داسې کوي:
که خزان کړ پرون دور د ګلزار بل
له نیسانه ځمکې وزووه ګلبهار بل
د خزان کړو وړو که پرون د ګلزار مخ بدل کړ، خزان تل د ورکې، تریتم کیدو سمبول دی، خو بهار او نیسان بیا د ژوند د سمبول په توګه په خپل راتګ سره د خزان د کړنو اپوټه ځمکه تازه، ښیرازه او ګلبهاري کړه.
په لاندې بیتونو کې بیا هم وینو چې هجري د ځوانۍ په تلپاتي کیدو ډاډمن نه دی. خو د ده په باور چې بیا د هر ګلزار رنګ بل وي، فصل یې بل وي، چا ته چې په کې ګل ومل ورسیږي نو تر دې دور بیا ښه دور نه وي.
لکه دا:
د ځواني بهار په هیچا قایم نه وي
د هر فصل ګلزار بل وي نوبهار بل
ګل ومل ځواني چې چاته میسر شي
هجري نه وي ښه تر دا په دور کار بل
یا دا:
د ګلونو بهار جوړ باده تیاره
نن قرار کله روا دی سرودیانو
په هوس د بهار ګونګ طیر ګویا شو
تاسو ولي خلوت خوښ کړو زاهدانو
هجري هڅه کوي چې موږ ته د بهار هرې ښکلا او ادا تصویر د مینې له منظره وړاندې کړي. د ګلونو او بهار په موسم کې ورسره باده او بیا په کې ارامي روا نه ګڼي. دی زاهدانو ته هم وايي د بهار په هوس ګونګیان هم ګویایي کوي خو تاسې ولې خلوت او ګوښه توب غوره کړی دی.
هجري په یوه بله غزله کې د بهار، ګل او ریاض یادونه کوي او وايي: د بهار په موسم کې نورې بوختیاوې حرامې دي او باید د ګلزار سیر په کې تر سره شي.
ولي نن د بهار ګل په ریاض راغله
تر همه چارو لا دم چې یې دیدار کړو
پس له کاله ګل میلمه شي په ریاض کې
لا به کله بیا دیدن د نوبهار کړو
په موسم د بهار نور شغل حرام دی
زه هجري او یار به سیر د ګلزار کړو
یا دا:
د نو بهار په مهال او د چمن ښایست هم په ګلو دی. همدا رنګه په مخ د ښایسته وو هم زینت لا نور سنبلو پسي جوړ کړ. هجري د سپیرې ځمکې مخ په اړه وايي چې مخملي او او دلبرو د خپلو کاکلو دعشرت نظام هم نوی کړ. او غم یې په غم هغه وخت اخته کړ چې زلفي په منګلو کې ونیسي. وګورئ په لاندې بیتونو کې:
وخت د نوبهار دی چمن زیب لري په ګلو
په مخ د ښایسته وو زینت بل وکړ سنبلو
مخ د ځمکې واړه مخملی شه سر له سره
دلبرو له عشرته نظام نو کړ د کاکلو
قُل یې اشاره باده اخله چې غم قِل شي
غم په غم اخته کړه زلفې نیسه په منګلو
یا دا:
ما وي زه د وخت صنمو ته بهار وم
تا ته نن ولې بدتر شوم تر اهاړه
هجري په یاد بیت کې، په حقیقت کې، د میني په کاروبار کې، رقیب، غماز او هغه چاته چې د خوښیو او مینې سره جوړ نه دی، یا هم کیدای شي خپل مرور دلبر ته چې ورڅخه یې زړه بد شوی دی په خطاب کې وايي: زه خو د وخت د صنمو له پاره یو تازه او سمسور بهار وم خو دا تا ته ولې نن بدتر شوم تر اهاړه؟ دی له هغه د خپل قصور، ګناه او تیروتنې پوښتنه کوي.
یا دا:
نن یې وار فلک تیر کړی د بهار دی
پژمرده لکه ګلونه د خزان دي
همدا ډول هجري هغوی چې وار یې تیر شوی، هم خطاب کوي، د هغوی تصویر راته انځوروي. په دنیا د هر چا یو ځلي یو وار وي، دا وار لکه بهار غوندې ښایسته وي. خو کله چې دا وار تیر شي بیا یې د بهار ګلونه د خزان توندې سیلۍ مړاوې کوي. هجري وايي د هغوی چې وار تیر شي لکه د خزان ګلونه بیا یې مړاویتوب له ورایه ښکاره شي.
اشرف خان هجري بل ځای بیا داسې مهرباني کوي او فرمايي:
ستا د مخ په بهار هسې بذله ګوی شم
لکه واف ګویا د ګلو په وصلت وي
دلته مراد د بهار په څیر مخ او بیا یې مدحه آن تر دې حده چې بذله ګويي یې ګڼي، معنې دا چې د بهار په شانې مخ په لیدو سره یې بېسده کیږي، حواس یې اوتر شي او بیا هرڅه وايي. دی وايي لکه بلبل چې له ګلونو سره وصلت ومومي او په دیدن یې نه مړیږي، نو هجري هم ځان همداسې ګڼي.
یا دا هم:
چې هجري دي په خامه د مخ صفت کښیني
په بیاض یې سل بهاره روئیده شي
چې د مخ په لیدو او صفت سره یې په بیاض یا دیوان کې سلګونه بهارونه را وټوکیږي، بهار هغه څه دی چې دی یې له همدې مثاله پرته بل مثال مناسب نه ګڼي. د هجري په اند بهار یعنې ژوند، مینه او خوښي. که دا نه وي نو بیا خو ژوند زندان دی.
یا دا:
که مین یې په حیات ځینې ګوښه شه
د بهار په سیر درومي روهیلۍ دي
هغه مین چې په حیات له خپلو معشوقو څخه بیل او ګوښه شوی وي، د هغه د مینې د تندې ماتولو په تمه بیا روهیلۍ پیغلې د بهار د سیر او نندارې له پاره درومي.
هجري ځکه دنیا د افسوس او حسرت ځای ګڼي چې په پای کې یې خزان وي. که بهار لومړی نه وای نو اخر به خزان نه وای. دی په خپلو ډیرو اشعارو کې خزان ته، د غماز، بیلتون، رقیب او حسود مله په سترګه ګوري. دی په حقه هم دی، خزان د همداسې څیزونو یو قاصد دی. لکه په لاندې بیت کې چې فرمايي:
دنیا ځکه لبالب ده له افسوسه
چې آخر د خزان وار اول بهار دی
اشرف خان هجري کله کله د خزان نه هم شکوه او شکایت کوي دی، فرمايي د خزان له جور او ستم نه وړاندې پیر او کمزوری شوی و. خو له دې کمزورۍ سره بیا د نوروز په یوه دم، یوه تازه مسیحايي هوا سره ځوان شو. د دغه حالت په اړه بیا فرمايي:
لا پرون پیر و ضعیف وه له خزانه
د نوروز په یوه دم وګوره چې ځوان شه
یا دا :
تماشه په بهار ډیر کا د ګلونو
د فرقت غم یې پیدا د واف په ځان شه
د بهار د ګلونو تماشه هر- هر څوک کوي. دا تماشه او ننداره د ځینو له پاره سرسري وي. خو د بلبل لپاره داسې نه وي، او د فرقت غم یې د بلبل په ځان وي.
د اشرف هجري د شعر په هر فورم او چوکاټ کې، غزلونو، بوللو، نظمونو، اشعارو او څلوریزو په لړ کې د بهار یادونه لیدل کیږي. د ده د شعرونو په دیوان کې ډیر لږ داسې شعرونه تر سترګو کیږي چې د بهار یادونه په کې نه وي شوي. غواړم په دې برخه کې یې د هغو څلوریزو بیلګې هم وړاندې کړم چې په کې د بهار د ښکلاوو او ښایست یادونه شوې ده. دی په آګاهانه ډول د بهار بیا بیا یادول په خپلو شعرونو کې ځکه کوي چې بهار د کار، ژوند، مینې، الفت، ښکلا، رنګینو او وصال سمبول ګڼي. دی وايي راشه او په ځیر ځیر د باغ ښایښته ګلونه وګوره، ځکه چې په بهار پسې خزان را روان دی، بیا به یې ارمان کوې لکه په لاندې څلوریزه کې چې وايي:
په ځیر ځیر ګوره د باغ ګلونه
پسي به وکړي بیا ارمانونه
زیبا بهار به ګانده خزان شي
همیشه نه وي ګلزار موجونه
**
په همدې ډول په یوه بله څلوریزه کې هم خپله دا اندیښنه چې د ګلونو دیدن تل میسر نه وي او د باغ او ګلونو غونچې د مسافرو له پاره د غنیمت یوه شیبه ده، دا شیبه کله کله د فلک دور چاته په لاس ورکوي.
سبا غونچې کړه د باغ ګلونه
موږ مسافر یوو سبا به ځونه
دیدن د ګلو همیشه نه وي
په مراد ګهي کا فلک دورونه
**
د نوبهار موسم د ګلونو د را ټوکیدو، ورسره د سرود او مطرب د طالع د راویښیدو موسم ګڼي او دی په لاندې څلوریزه کې داسې راته څرګندونه کوي:
نن موسم د نوبهار خیز د ګلزار دی
نو د مل دیدن د ګل سرود په کار دی
دا طالع مطرب ګرمي په سرود نه کا
په انعام یې ګرموي د زرو یار دی