پسرلی او سیمهییز تاریخي-دودیز رنګونه
سیال یوسفی – لیکوال او څېړونکی
نوی کال هم د نورو دودونو په څېر د افغانستان په ګوټ ګوټ کې په جلا جلا ډول او بېلابېلو بڼو نمانځل کیږي، انګېرل کیږي او خلک یې په اړه ډول ډول نظرونه او اندونه لري چې سره ویشلي دي.
د افغانستان شمال او لویدیځ کې چې څه ډول د نوي کال او پسرلي هرکلی کیږي او له تاریخي لرغونتیا سره د تړاو له امله یې ارزښت لوړیږي، په ختیځ او سویل ختیځ کې بیا هغومره په جمع و جوش نه نمانځل کیږي او نه یې پر لرغونتیا دومره د چا علم رسیږي.
په دې تړاو ګڼ لاملونه شته د دغه کمرنګه هرکلي لامل کیږي چې د ځینو یادونه به یې دلته وکړو او لږ څه به پرې تم شو؛
* دودیز تاریخي شالید: د تاریخي شواهدو او ځینو هغو تاریخي اسنادو په استناد چې نوی کال یا نوروز د افغان خاورې د یوې پراخې برخې له لوري پېژندل کیږي او نمانځل کیږي، هغه تاریخي پېښه یا افراد یا اشخاص هم، (پاچاهان یا مشران دي) پر هماغه سیمه مېشت پاتې شوي، تاریخونه یې جوړ کړي، واکمنۍ یې کړي او دودونه زیږولي دي. خو پر بله سیمه بیا کټمټ هماغه، خلک، واکمنان، تاریخ پوهان او لیکوالان نه وي پاتې شوي چې هغه کلتوري او ټولنیز ارزښتونه وزیږوي، ترې پاتې شي او یا یې نورو نسلونو ته راولیږدوي. لازمه نه ده چې په دې کې د چا دودیز تاریخ ته ټیټ و کتل شي، و نه منل شي او د نه منلو په صورت کې، نه منوونکي بد وګڼل شي. خو د هرې سیمې دود او دستور ته درناوی زموږ د اخلاقي اصل مهمه برخه ده.
* سیمې او فرهنګي توپیرونه: داسې هم کېدای شي چې یو دود او لرغونی فرهنګي میراث د یوه ټاټوبي په بېلابېلو سیمو کې پېژندل کیږي، خلک یې له تاریخي شالید هم مالومات لري او د یوه هېواد د ارزښت په سترګه ورته ګوري خو فرهنګي او کلتوري توپیر دا وي چې په هغه سیمه، سمت، زون او ولایتونو کې دا کلتور یا فرهنګ نه وي چې پسرلي ته دې په هماغه درناوي او مینه هرکلی و ویلی شي چې په نورو سیمو کې ورته ویل کیږي او په هماغه کچه دې ونمانځل شي چې په دوی کې یوازې نوی کال یا نوروز نه دی، د څلۍ شپه (یلدا) او داسې نور دودونه هم پکې شامل دي، ځکه په څلۍ شپه کې (فال حافظ) یو مشهور دود دی خو هغه شاید ځکه د هغې سیمې د تاریخي لرغونتیا پورې اړه لري چې حافظ هم د یوې ځانګړې سیمې او ژبې شاعر دی او په بله سیمه کې ورسره خلک دومره پېژندګلوي نه لري. نو د دغه دود پالنه هم د سیمې د فرهنګي توپیر په لړۍ کې راځي.
* اعتقادي ځانګړنې او ټولنیزې انګېرنې: که د یوې موضوع یادونه وشي او که نه خو دا ځمکنی واقعیت دی چې د (نوروز) نوي کال او نوې ورځ د کلمې له اورېدو سره عقیدوي اړخ هم خامخا د خلکو ذهن ته راځي. دا که موږ و وایو که نه خو دا هغه څه دي چې له پامه نه غورځول کیږي او نه یې څوک غورځوي. پر نوي کال تر ټولو لویه نیوکه، د دغه دود نمانځنه او نه نمانځنه ده؛ چې له اوږدو لسیزو راهیسې پرې بحث کیږي او روا او ناروا ګڼل کیږي. موږ به یې هغه بحث ته نه ځو، هغه هره موضوع پر خپل ځای خو موږ به له دغې اعتقادي ځانګړنې د خلکو ټولنیزې انګېرنې ته راشو چې ډېری یې مطلق حقیقت بولي او پر بنسټ یې پرېکړې هم کیږي. په ډېری ختیځ او سویل ختیځو ولایتونو کې د دیني مفکورو زړورتیا او پیاوړتیا پر دودیز شالید سیوری غوړولی او همدا لامل دی چې په ځینو سیمو کې د ناوړه ګڼلو له امله نه نمانځل کیږي او ان د یوه موسم په توګه د پسرلي ښکلا او رنګینو ته هم ډېر ښه نه کتل کیږي.
* ښاري او عصري لیدلوری: یوه موضوع چې زما په باور زموږ د سیمې په ټولو کلیوالي سیمو کې یو ډول ده هغه د ښاري او عصري ژوند او ژواک او دود او کلیوالي ژوند چارو ترمنځ ناګڼلی او نالیدلی لوی واټن دی چې هغه یوازې بیا د ختیځ، لویديځ، سویل او شمال پورې تړلې نه ده او ټولو کې په یوه ډول ده چې یوازې فرهنګي نه بلکې ګڼې سیاسي-اقتصادي او امنیتي ننګونې هم را پورته کړي او زموږ د ټولو لپاره یو تاریخي کړکېچ پاتې دی. ډېری وخت په کلیو او بانډو کې دا طعنه د ښاریانو لپاره موجوده ده چې عصري کلتور او دود یې له لویدیځو هېوادونو را اخیستی او “کلیوالي مروتونه د ښار دوړو کې ړانده شوي دي.” او د ښار مېشتو ترمنځ بیا د کلیو لپاره دا ذهنیت جوړ شوی چې دوی وروسته پاتې دي او فرهنګي لرغونتیا، تاریخ، کلتور او ان ابتدایي علمي ظرفیت یې هم تر صفر ټیټه کچه کې دی. خو د ښار او کلي د وصل او نښلون ټکی تر اوسه نه چا وموند او نه یې له دغې ټکي را ولاړې شوې تاریخي ستونزې حل کړی شوې.
نو په ختیځ او یا سویل ختیځو ولایتونو کې د پسرلي دودیزې مېلې له همدغو لاملونو له امله کمې دي او په هغه کچه نه منل او ګڼل کیږي چې په شمال او لویدیځ کې نمانځل کیږي او درناوی یې کیږي.
د حل لار او د غورې کار دا دی چې ټول، ټولنیز، دیني، سیاسي او هېوادني دودونه، اصول، احکام او سلوبونو ته په یوه ټولیزه او جامع توګه وکتل شي او درناوی وشي.
زموږ د زونونو، سمتونو، ولایتونو او سیمو ترمنخ پیوستون زموږ د ټولنیز تړون زیږنده کېدای شي او په کومه سیمه کې چې صوفي عشقري، علي شېرنوایي، مخفي بدخشي، رابعه بلخي او مولانا لوستل کیږي، پالل کیږي او نمانځل کیږي په هماغه خاوره، بېټ او میرویس نیکه، زرغونه او نازو انا، او له رحمان بابا نیولې تر ملنګ جان بابا او الفت صیب پورې ټول ګډ ولوستل شي او وپالل شي نو زموږ یووالی به هله رنګ راوړي.
بیا به زموږ پسرلي ګډ بوی او رنګ لري او زموږ نوی کال او نوي موسمونه هم ګډه رڼا خوره کړي.