نوروز، زموږ فرهنګي شتمنۍ

ډاکټر مجیب الرحمان اتل؛ لیکوال او څېړونکی
په ۱۸ لسمه پیړۍ کې صنعتي انقلاب اروپایي ملتونه د نورو پرتله په چټکۍ سره برلاسه کړل. دغه تحول د یوه فکري انقلاب پایله وه. اروپایانو د نوي صنعتي امکاناتو پر مټ، ډیر ژر په دې وتوانیدل چې د وروسته پاتې هیوادونو ملي مقاومتونه مات او د خپل قدرت لمن له افریقا تر هند او چینه پورې و غړوي. همدغه بریاو اروپایي استعمارگرو ته دا ذهنیت ورکړو چې ګواګې افریقایي او اسیایي ملتونه له معنوي پلوه وروسته پاتې او بې فرهنگه دي. دغه ذهنیت څه نا څه د ختیځ پیژندنې، د اثارو ژباړې او د شرقي فرهنګونو سره د اروپایانو له تعامل وروسته بدلون وموند. کله چې دویمه نړۍواله جګړه پای ته ورسیده، له جنګ کرکه او ترخه تجربه، د دې سبب شوه چې استعماري سیاستونه او ښکیلتیا له ۱۹۶۰ کال وروسته په ډیرو افریقایي او اسیایي هیوادونو کې په مستقیمه توګه پای ته ورسي. له همدې کبله ډیرو هیوادونو خپله خپلواکي تر لاسه کړو او د نړۍ په جغرافیه کې، نوي هیوادنه اضافه او ځینو ان نوې ژبې د ملي ژبو په توګه انتخاب کړې. په دغه دوره کې هر هیواد په دې هڅه کې و چې خپل تاریخي ویاړونه او فرهنګي پانګه تعریف او پیاوړي کړي.
نوروز، زموږ فرهنګي شتمنۍ
البته دا باید جوته شي چې فرهنګپالنه او د ملي هویت لپاره هڅې د نوي ملي دولت (دولت-ملت) جوړولو له بهیر او د فرانسې له ستر انقلاب وروسته پیلیږي او دغه لړۍ د یوه غیر لیبرال ناسونالیزم د رامنځته کیدو او ان د دویمې نړۍوالې جګړې سبب هم ګرځي. جالبه دا ده چې په دغه وخت کې ډیر هیوادونه په دې هڅه کې وو چې ځان ته د تاریخ په اوږدو کې نوي روایتونه پیدا او ځان د بشري ټولنې د تمدن یوه مهمه برخه وګڼي. د بېلګې په توګه ځینو کرواشیایانو داسې تیوري ګانې رامینځ ته کړې چې ځان یې اریایان ګڼل چې ریښي یې اوسني ارغنداب او د کندهار سیمو ته رسیدلې.
له دغه تاریخي لنډې سریزې څخه موخه دا ده چې فرهنګي غښتلتیا د بشري ټولنې د تمدن هنداره ګنل کیږي. ځکه چې فرهنګ زموږ هویت جوړوي او د همدغه بډایه یا فقیر فرهنګ پر بنسټ نور ملتونه موږ پیژني او له نورو بیلوي. که چیرې موږ خپل تاریخ ته وګورو نو وینو چې موږ د یوه لوی فرهنګي میراث خاوندان یو او په دغه میراث کې نوروز ځانګړی ځای لري. نوروز اوسمهال د افغانستان، اذربایجان، هندوستان، ایران، عراق، قزاقستان، قرغیزستان، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبیکستان ګډ غیر ملموس فرهنګي میراث ګڼل کیږي او په بیلابیلو ډولونو لمانځل کیږي. افغانستان ته د اسلام له راتګ وروسته، ډیرو پخوانيو رواجونو بدلون وموند او نوروز هم خپلې لوړې او ژورې تجربه کړي. د تاریخي روایاتو پر بنسټ، نوروز د عباسیانو په دوره کې لمانځل کیدو او وروسته د خراسان محلي حاکمانو هم دغه دود ژوندی وساتو او په دې ډول تر موږ ورسید.
د نیکونو میراث
د (مولتی کلچرلیزم) د پوهانو له نظره، فرهنګي حق یو بنسټیزو حق دی چې له هغو خلکو چې یو خاص فرهنګ پورې تړلي دي، باید و نه اخیستل شي، کنه دغه کار فرهنګي استبداد ګڼل کیږي. له همدغه منظره، ان پر هغه ډیموکراټیک نظامونو نیوکه کیږي چې غواړي کډوال او پناه غوښتونکي په خپل غالب فرهنګ کې جذب او استحاله کړي. په اوسني وضعیت کې چې زموږ هیواد له فکري پلوه د دیوبند د آرماني مکتب* د فکري اغیزې او نفوذ لاندې راغلې، نوروز او زموږ د نیکونو دغه میراث ته هم د یوې پردۍ پدیدې او بدعت په سترګه کتل کیږي. په هماغه توګه چې د اسلام په ټول تاریخ کې له نوروز او نور فرهنګي دود او دستور سره په تساهل او نرمۍ چلند شوی، نوروز ته هم باید د یوې فرهنګي پانګې په توګه و کتل شي چې زموږ د هویت او فرهنګ یوه مهمه او غني برخه جوړوي. نوروز په حقیفت کې زموږ د نیکونو د طبیعت د بیا ژوندي کیدلو او لمانځلو یادګار دی چې باید په مناسب ډول ولمانځل شي او تر راتلونکو نسلونو ژوندی وساتل شي:
د پسرلي ښکلوونکي بیا کړه سنګارونه
بیا یې ولونل په غرونو کې لالونه
ښکارندوی غوري
* هغه فکري مکتب چې د انګربزانو د برلاسه صنعتي پرمختګ او هند کې د ښکیلاک په وړاندې په ناامیده فضا کې رامنځته شو.