په افغانستان کې د پاچا امان الله خان اقتصادي او عمرانی چارې او ریفورمونه

پوهاند محمد بشیر دودیال – لیکوال او د پوهنتون استاد

سریزه


پاچا امان الله واک ته رسیدو سره سم ، انګلیس سره خپل حساب تصفیه او هغوی ته یې وویل چې نور نو دافغانستان په چارو کی هیڅ ډول لاسوهنه نشي کولای ، ورپسې یې د ولسونو خیر- ښیګڼه عمرانی چارې، دتعلیم وده، ملی رفاه، بین المللی حیثیت، ملی غرور او نورو مادی او معنوی چارو باندی اقدام وکړ. افغانستان له نن څخه یوسل او شپږکاله کاله مخکې، یعنی په ۱۹۱۹کې د غازي امان الله خان په مشري دمعاصر ژوند په جاده کې قدم کېښود، په هیواد کې ګڼ شمیر اصلاحات، لوی ریفورمونه او ملی شعور کې ژور تحول هم راغی. د هیواد نجونو ته دتحصیل زمینه برابره شوه، د افغانستان ښځې له خپلو حقه حقوقو څخه خبرې شوې، اداري بنسټونه ورغول شول، په تجارت او مالی چارو کې لوی تحول راغی او هیواد ته نوی فرهنګ، تکنالوژي، علمی مرکزونه، مطبوعات، عامه خدمات، فابریکې، اقتصادی پلانونه او برنامی معرفی شو ې. لویې اقتصادی پروژې پیل او د لومړي ځل لپاره د ریل پتلۍ، د راډیو دستګاه، دبریښنا دتولید پروژې، د مخابراتو، ټیلفون او مراسلاتو عصر سیستم ، دنجونو دتعلیم او باسواده کولو پروګرامونه او د ګمرکی چارو سمون پیل شو. جنسی مالیه لغو او په عوض یې نقدی مالیات وضع کړل. دغه اقدام هم د ټولو مالیه ورکوونکو لپاره او هم د دولت لپاره څواړخیزه ګټور و، همدارنګه د تجارت او د سرمایګذاری، له منابعو څخه د استفادې، بودجی جوړونې، بهرنیو هیوادو سره قراردادونو،د داخلی تولیداتو، د ترانسپورتی شبکو د پراختیا، د اوبو د بندونو، ترانزیت، کاني توکو، د افغنی د ارزښت د ساتنې او نورو برخوکې ژور ریورمونه راغلل. د دغو اصلاحاتو بهیرد تیرو سلو کلونو په بهیر کې خپل ارزښت ساتلی دی. د افغانستان نوی نسل ته په کار ده چې له تاریخ څخه ښه زده کړه وکړی او له تیرو تجربو څخه د یوې پانګې په توګه کار واخلی. موږ باید د راتلونکو موفقیتونو د ترلاسه کولو لپاره پخوانی تجارب او د تاریخ لوست مخې ته کیږدو. د غازی امان الله خان له خوا شروع شوی هغه مترقی او روښانه څبرکی چې د ګران هیواد، افغانستان نیکمرغه راتلونکی یې تضمنوله؛ ندی بشپړ شوی، هیله ده چې اوسنی نسل به دغه ناتمام څپرکی بشپړ کړي.

Abi Media وب‌سایت
آبی یک رسانه دیجیتالی است که برنامه و مستندهای تلویزیونی، پادکست‌‌ها، مجله‌های علمی - پژوهشی «کاخ بلند» و «نوروزنامه» و مقاله‌های پژوهشی را تهیه کرده از طریق وبسایت و شبکه‌های اجتماعی منتشر می‌کند.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Abi Media